Book Name:Naam e Muhammad Ki Barkaat
هُم په شريكه اووائيو:
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ
(6) دُرُودِ شَفاعت
د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چې داسې دُرود شريف اولوَلي، د هغه د پاره به زما شفاعت واجب شي.[1] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو:
اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ
(1) د يو زر ورځو نيكئ:
حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما نه رِوايت دے چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د دې د لوستونكي د پاره فرښتے يو زر ورځو پورې نيكئ ليكي.[2]
راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو:
جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ
(2) داسې ده لكه شبِ قدر ئې چې حاصل کړو
فرمانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: چا چې دا دُعا درې ځله اولوستله