Naam e Muhammad Ki Barkaat

Book Name:Naam e Muhammad Ki Barkaat

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت په تفسير کښې ليکي: يعنې اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! مونږه مخکښې انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ته ډير زيات صفتونه او کمالونه عطا کړي وو، تاسو د دې ټولو صفتونو او کمالونو جامِع جوړ شئ چې کوم کمالونه په هغوئي کښې يو يو، دوه دوه وو، چې هغه ټول صفتونه په تاسو کښې راجمع وي، د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک ژوند د دې آيت ښکاره او ژوندے تفسير دے. د دې نه معلومه شوه چې الله پاک خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صفتونو جامِع جوړ کړے دے يعنې د ټولو نبيانو صفتونه او کمالونه ئې په هغوئي کښې جمع کړي دي.[1]

نوح و خلیل و موسٰی و عیسیٰ                                       سب کا ہے آقا نامِ مُحَمَّد

مُحَمَّد نوم او د ختمِ نبوت عقيده

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوږ خوږ نوم مُحَمَّد په باره کښې علمائے کرامو يوه ډيره ښکلې نُکته بيان کړې ده، فرمائي: مُحَمَّد لفظ د حمد نه جوړ دے او حمد هميشه په آخر کښې کولے شي لکه * مونږ چې ډوډئ اوخورو نو په آخره کښې وايو: اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * چې کله اوبه اوڅښو نو په آخره کښې وايو: اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هم دغه شان چې څه کار هم وي، د هغې د کولو نه پس حمد کولے شي، تر دې چې الله پاک د جنت والؤ په باره کښې


 

 



[1]... تفسیرِ نعیمی، پارہ:7، الانعام، زیرِ آیت:90، جلد:7 ، صفحہ:613-614 ملتقطًا۔