Naam e Muhammad Ki Barkaat

Book Name:Naam e Muhammad Ki Barkaat

هستي ده کومه چې د هر نقص او عيب نه پاکه ده.

وہ  کمالِ  حُسْنِ  حُضُور  ہے  کہ  گمانِ  نقص  جہاں نہیں

وہی پھول خار سے دُور ہے، یہی شمع ہے کہ دُھواں نہیں[1]

وضاحت: د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حُسن داسې بے مثاله دے چې په هغه کښې د څه قِسمه عيب کيدل خو غټه خبره ده، بلکه د عيب ګمان قدرې هُم پکښې نشته، دا هغه ځانګړے ګُل دے د کوم سره چې ازغے نشته، دا هغه بے مثاله شمع ده د کومې رڼا خو شته مګر لوګے ئې نشته دے.

دښمن هم په تعريف کولو باندې مجبور

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اندازه اولګوئ! الله پاک خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته څومره خوږ خوږ بے مثله او بے مثاله پاک نوم عطا کړے دے. په رواياتو کښې دي: کافران چې د هغوئي په نصيب کښې خوبيانې ليدل نشته دے، هغوئي ته به صرف او صرف عيب ښکاريدلو، هغوئي چې هم کله د محبوبِ رحمان، مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بدئ بيانول غوښتل نو په دې پاک ذات کښې ئې د هيڅ قِسمه عيب اونه ليدلو خو بيا هم هغوئي د بدو کولو نه منع نه شول، کله چې به هغوئي مَعَاذَ الله! د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بدي بيانوله نو وئيل به ئې: مُحَمَّد داسې دے، مُحَمَّد هغسې دے. بيا به هغوئي له د ځان نه شرم ورتلو چې مونږه وايو خو مُحَمَّد (يعنې


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:107۔