Naam e Muhammad Ki Barkaat

Book Name:Naam e Muhammad Ki Barkaat

پاک اوغوښتل نو سخته به آسانه شي.

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د خوږو نومونو شميرل ممکن نه دي

اے عاشقانِ رَسُول! زمونږ د آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اوچتو شانونو کښې يو شان دا هم دے چې د هغوئي نومونه ډير زيات دي، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ښکلي سيرت باندې ليکلے شوي کتاب مواہِبُ اللَّدُنیہ کښې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 800 مبارک نومونه ليکلے شوي دي. سيدي  اعلٰی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما چې کله تحقيق اوکړو نو 1400 نومونه ميلاؤ شول، نور فرمائي: (دا خو هغه دي کوم چې زما په عِلم کښې راغلل، ګنې) د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکو نومونو شميرل ممکن نه دي.[1]

    په مختلفو ځايونو کښې مختلف نومونه

زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو مخلوقاتو نبـي دے، ځکه په هر مخلوق کښې هر ځائے د هغوئي د ښکلو ښکلو مبارکو نومونو شور دے. تابعي بزرګ حضرت کعبُ الاَحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: * جنت والؤ کښې د هغوئي نوم عَبدُ الکَرِيم دے * دوزخ والؤ


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد:28 ، صفحہ:365-366 خلاصۃً۔