Naam e Muhammad Ki Barkaat

Book Name:Naam e Muhammad Ki Barkaat

کرسي، لوح او قلم، پيريان، انسانان او فرښتے، دا هيڅ هم نه وو نو هٰغه وخت هم د مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعريف کيدلو، اوس هم دا تعريف کيږي او اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! تر قيامته بلکه د قيامت نه پس به چې کله جنتيان جنت ته لاړ شي، هغه وخت به هم د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعتونه جاري وي.

دولت جو چاہو دونوں جہاں کی                     کرلو وظیفہ نامِ مُحَمَّد

چرته چې د نقص ګمان نشته

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دلته په يوه خبره باندې غور اوکړئ! د مثال په طور د کوم بنده چې په زرګونو خوبيانې وي، ورسره څه عيب هم وي نو د هغه صرف تعريف نشي کيدے، څوک چې د هغه خوبيانې ويني نو تعريف به ئې کوي، څوک چې د هغه عيب وِيني، هغه به ئې بدي بيانوي، داسې کَس په کوم کښې چې په لکونه خوبيانې وي خو ورسره څه عيب هم وي نو د هغه صرف تعريف نشي کيدے، بدئ به ئې هم بيانيږي خو قربان شم! الله پاک خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُحَمَّد جوړ کړے دے، يعنې هٰغه هستي د کومې چې هره هره لحظه، په هره زمانه کښې، په هر ځائے کښې، د زمکي او آسمان په فراخو کښې صرف او صرف تعريف کيږي، ځکه د دې پاک نوم نه معلومه شوه چې مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه