Book Name:Naam e Muhammad Ki Barkaat
ځوئ نوم مُحَمَّد کيږدئ نو د هغه عزت کوئ او په مجلس کښې د هغه د پاره ځائے فراخه کوئ او د هغه نسبت د ګناه په لور مه کوئ.[1] په يو بَل حديثِ پاک کښي دي چې رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کله چې د هلک نوم مُحَمَّد کيږدئ نو هغه مه وهئ او مه ئې محرومه کوئ.[2]
غوثِ پاک د مُحَمَّد نوم ادب اوفرمائيلو
د بَرِّصغير د ټولو نه د لوئے مُحَدِّث شيخ عبد الحق مُحَدِّثِ دهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اصل نوم مبارک، مُحَمَّد دے. هغوئي فرمائي: يو ځل ما خوب اوليدلو چې د غوثِ اعظم شيخ عبد القادِر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر شوم. په حاضرينو کښې چا غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته عرض اوکړو: محمد عبد الحق راغلے دے او سلام عرض کوي. د دې اوريدلو سره غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه راپاڅيدو او ما ته راغاړه وتلو، بيا ئې اوفرمائيل: په تا باندې د دوزخ اور حرام دے. شيخِ مُحَقِّق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا عنايت په دې وجه وو چې زما نوم مُحَمَّد دے.[3]
د مختلفو اسلامي نومونو په باره کښې د معلوماتو حاصلولو او د بچو د اسلامي نوم نه د ځان خبرولو د پاره د مکتبة المَدينه کتاب نام رکهنے کے