Book Name:Naam e Muhammad Ki Barkaat
وړومبے د رَبِّ کريم ذِکر اوشي، په دې باندې ژبه پاکه شي، نو بيا په دغه ژبه د د اللہ پاک د حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نوم واخستلے شي.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حيران يم چې ستاسو کوم کوم تعريف بيان کړم!
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د معنې په لحاظ سره د خوږ خوږ نوم مُحَمَّد يو بَل خاصيت دا دے. غور اوکړئ! د کوم بنده خوبيانې چې محدود وي، د هغه تعريف به هم محدود وي، مثلاً د يو بنده 100 خوبيانې دي، بيا د هغه تعريف شروع کړې، يوه خوبي بيان شوه، دويمه خوبي بيان شوه، دريمه خوبي بيان شوه، آخر به 100 واړه خوبيانې بيان شي نو تعريف به هم ختم شي، دغه شان د چا لکونه خوبيانې وي، که د هغه تعريف شروع کړې نو آخر به د هغه تعريف هم ختم شي.
خو قربان شم! زمونږ د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږ نوم مُحَمَّد دے، د کوم معنٰی چې ده: هغه ذات د کوم چې بس صرف تعريف کيږي. مطلب دا دے چې مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه ذات دے چې د کله نه زمکه جوړه شوې ده، د کله نه چې آسمان جوړ شوے دے، د کله نه چې دا سپوږمئ، ستوري، لمَر جوړ شوي دي، د کله نه چې انسانان، پيريان او فرښتے جوړې شوې دي، د دې نه په زرګونو کاله مخکښې هُم د هغوئي تعريف کيدلو او تر قيامته پورې به کيږي، يعنې دا هٰغه ذات دے