Naam e Muhammad Ki Barkaat

Book Name:Naam e Muhammad Ki Barkaat

کښې عَبدُ الَجَبَّار دے * عرش والؤ کښې عَبدُ الحَمِيد دے * په فرښتو کښې عَبدُ المَجِيد دے * د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام تر مينځه عَبدُ الوَهَّاب دے * په پيريانو کښې عَبدُ الرَّحيم دے * غرونه هغوئي ته عَبدُ الخَالِق وائي * په وَچه کښې د هغوئي پاک نوم عَبدُ القَادِر دے * په سمندرونو کښې عَبدُ المُهَيمِن دے * مهيان هغوئي ته عَبدُ القُدُّوس وائي * ځنګلي ځناور هغوئي ته عَبدُ الرَّزَّاق وائي * د شيطانانو تر څنګ عَبدُ القَهَّار دے * ماتوونکي (ځناور) هغوئي ته عَبدُ السَّلام وائي * څاروي (مثلاً غوا، ميښې، چيلئ وغيره) هغوئي د عَبدُ المُؤمِن په نوم باندې پيژني * مرغئ ئې د عَبدُ الغَفَّار په نوم يادوي * الله پاک سره د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارک نوم طٰہٰ دے او په مؤمنانو کښې د هغوئي د ټولو نه مشهور او معروف نوم مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے او د هغوئي مبارک کُنيت اَبُو القَاسِم دے ځکه چې هغوئي جنت تقسيموونكے دے. صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم [1]

په قرآنِ کريم کښې د مُحَمَّد نوم

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوږ خوږ نوم مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نوم باندې په قرآنِ کريم کښې يو پوره سُورت [سورۀ محمّد] هم موجود دے، کوم چې په شپږوِيشتمه


 

 



[1]... القول البدیع، الباب الاول، الفصل الرابع فی بیان اسمائہ، صفحہ:84 ملتقطًا۔