Naam e Muhammad Ki Barkaat

Book Name:Naam e Muhammad Ki Barkaat

دې سمندر برابرې يعنې دومره اوبه نورې هم په دې کښې شاملې کړے شي، بيا به هم هغه سياهي ختمه شي خو د محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صفتونه او کمالونه به ختم نه شي. [1]

سيدي  اعلٰی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره ښکلې خبره اوکړه:

تیرے تَو وَصْف عیبِ تناہی سے ہیں بَری           حَیْراں ہوں میرے شاہ میں کیا کیا کہوں تجھے[2]

وضاحت: د څه څيز ختميدل هم يو قِسم له عيب وي. الله پاک خپل محبوب د هر عيب نه پاک ساتلے دے نو  اعلٰـی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض کوي: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو صِفَت، ستاسو خوبيانې د ختميدو د عيب نه هم پاکې دي زه حيران يم چې ستاسو کومې کومې خوبيانې بيان کړم.

د لفظِ مُحَمَّد په اَعدادو کښې عجيبه راز

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! کيدے شي چې مونږ ټولو ته معلومه وي چې د مُحَمَّد لفظ اعداد څومره دي؟ 92. ياد ساتئ! دا چې کوم 92 اَعداد دي، دا د عِلمِ اَبجَد په لحاظ سره دي. د اعداد راويستلو يوه بَله طريقه هم ده، کومې ته چې عِلمُ البَسط وئيلے شي، د دې مطابق د مُحَمَّد نوم اعداد 92 نه بلکه 313 جوړيږي.[3]


 

 



[1]... مدارجِ النبوہ، باب سوم، در بیان فضل و شرافت، جز:1، صفحہ:73 ملتقطًا۔

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ:175۔

[3]... الحقیقۃ المحمدیہ، و من جواہر العارف باللہ الشیخ علی …الخ، صفحہ:632 خلاصۃً۔