Naam e Muhammad Ki Barkaat

Book Name:Naam e Muhammad Ki Barkaat

مُحَمَّد نوم جنت ته بوتللو والا دے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا خو زمونږه د آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مُحَمَّد نوم برکتونه دي، که يو بنده د دې پاک نوم نه د برکت اخستو د پاره خپل يا د خپلو بچو نوم مُحَمَّد کيږدي نو د هغوئي ته هم ډير برکتونه نصيب کيږي: * خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د چا چې ځوئ اوشي او زما په محبت او د برکت حاصلولو د پاره د هغه نوم مُحَمَّد کيږدي نو هغه او د هغه ځوئ دواړه به جنت ته ځي[1] * په يو حديث شريف کښې دي: چا چې زما د نوم نه د برکت اُمِّيد لرلو سره زما په نوم باندې نوم کيښودو، تر قيامته پورې به سحر او ماښام په هغه باندې برکت نازليږي.[2]

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

په رزق کښې به برکت راتللو

حضرت امام مالک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مکے والؤ به په خپل مينځ کښې دا خبرې کولې چې په کوم کور کښې هم مُحَمَّد نوم والا څوک وي نو په هغه


 

 



[1]... کنز العمال، کتاب النکاح، الباب السابع، الفصل الاول ، جز:16، جلد:8، صفحہ:175، حدیث:45215۔

[2]... الآحاد والمثاني لابن ابی عاصم، جلد:5، صفحہ:275، حدیث:2800۔