Book Name:Naam e Muhammad Ki Barkaat
رسولِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وليمه کښې په خلقو حَرِيسَه اوخوړله.[1]
د حَرِیْسَه وضاحت: د کجورو، کوَچو، چوارو او غوړو ګډ وَډ کولو نه جوړ کړے شوي خوراک ته حَرِيسه وئيلے شي، د دې ډير قِسمونه دي او په مختلفو طريقو جوړولے شي.
* دغه شان د اُمُّ المُؤمِنِين حضرت زينب رَضِىَ اللهُ عَـنْها د نِکاح په وخت رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وليمه کښې يوه چيلئ (بيزه) ذبح کړه، دا د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له خوا په شوؤ وليمو کښې د ټولو نه غټه وليمه وه.[2]
د وليمے د دعوت په باره کښې مدني ګل: * وليمه د نارينه د حيثيت مطابق ده، مثلاً که غريب وي نو د خپل حيثيت مطابق دې وليمه اوکړي، مالداره دې د خپل حيثيت مطابق[3] [وليمه اوكړي] * وليمه د واده د شپې نه پس کول سُنَّت عمل دے، بعضې خلق د نِکاح نه مخکښې وليمه کوي، داسې کولو سره به سُنَّت نه ادا کيږي. * د وليمے دعوت قبلول سُنَّت عمل دے، البته چې د کومې وليمے يا دعوت په باره کښې معلومه وي چې هلته فضول کارونه (مثلاً سندرې ګډاګانې وي، يا زنانه او نارينه يو ځائے وي) نو هلته