Book Name:Hajj e Wida Ke Iman Afroz Waqiaat
ته د اُمت د بخښنې زيرے ميلاو شو، هغوئي مُسکي شول نو په دې باندې حضرت صِدِّيقِ اکبر او حضرت فاروق اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهما عرض اوکړو: بِاَبِیْ اَنْتَ وَ اُمِّی اِنَّ ہٰذِہٖ لَسَاعَۃٌمَاکُنْتَ تَضْحَکُ فِیْہَا يعنې (ياَ رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم !) زما مور پلار دې په تاسو باندې قربان شي، دا هغه ساعت دے چې په دې کښي تاسو عموماً نه مُسکي کيږئ فَمَا الَّذِیْ اَضْحَکَکَ، اَضْحَکَ اللہ سِنَّکَ الله پاک دې تاسو هميشه مُسکي لري، نن څه اوشو چې تاسو د معمول نه خِلاف مُسکي شوئ؟
الله! الله! د عشق کمال ته اوګورئ! غور اوکړئ! حضرت صديق او فاروق رَضِىَ اللهُ عَـنْهما به د مزاجِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره څنګه واقفيت لرلو، هغوئي ته معلومه وه چې خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کله مُسکے کيږي، کله نه مُسکے کيږي، لکه دې حضراتو عالي وقار به خپله پوره توجه د خپل محبوب آقا، رسولِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په لور ساتله.
اُن صحابہ کی خوش اَطْوار نگاہوں کو سلام جن کا مسلک تھا طوافِ رُخِ زیبا کرنا
وضاحت: د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان مبارکو سترګو ته سلام، چې دغه سترګو به د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدن کولو.
د حضرت صديق او فاروق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما په وسيله دې الله پاک مونږ ته هم په عشقِ رسول کښې داسې کمال نصيب کړي، کاش! چې زمونږ د توجه مرکز هم هميشه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وي، کاش! چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اداګانو د پوهيدو او هغه ادانې عملي طور د اختيارولو توفيق رانصيب شي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .