Hajj e Wida Ke Iman Afroz Waqiaat

Book Name:Hajj e Wida Ke Iman Afroz Waqiaat

مطلب دا شو چې هغه حضرات مخکښې مسلمانان نه وو؟

مَعَاذَ الله! داسې نه ده. رسولِ رحمت، شفيعِ اُمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل والدين ژوندي کړل، بيا ئې هغوئي ته کلمه هم اووئيله خو د دې مقصد د هغوئي مسلمانول نه وو، هغوئي خو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د مخکښې نه مسلمانان وو، په خپل ژوند مبارک کښې د الله پاک وَحدہٗ لا شريک [يعنې يو] منونکي او د ملّتِ ابراهيمي پيروي کوونکي وو. سيدي  اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او نور ډير علمائے کرام فرمائي: په اصل کښې خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل والدينِ کريمين د دې د پاره ژوندي کړل او کلمه ئې ورته اووئيله چې هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا د دوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابيان جوړ شي. ([1]) 

  موئے مبارک ئې تقسم کړل

په مُسلِم شريف کښې دي، حضرت انس بن مالک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د حَجَّةُ الوِدَاع په موقع باندې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مِنیٰ ته تشريف راوړلو، جَمْرَۃُ الْعَقَبَه ئې په کاڼو اُووِيشتو بيا ئې قرباني اوکړه او خپل د اوسيدو ځائے ته ئې تشريف راوړلو، بيا خوږ آقا ، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حجام را اوبللو او د خپل سر مبارک د ښي اړخ نه ئې ويښته اُوخرِئيل او حضرت ابو طلحه انصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ له ئې ورکړل بيا ئې د سر د زړه طرف ته [حصّے] نه ويښته مبارک اُوخرئيل او هغه ئې هم حضرت ابو طلحه انصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ له ورکړل او اوئې فرمائيل: دا ټول ويښته په خلقو باندې تقسيم کړه! ([2])   [خوږو اسلامي وروڼو! د زړه طرف نه مُراد دا چې دا د اميرِ اهلِسنّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ  الْعَالِیَه 


 

 



[1]... فتاوی رضویہ، جلد: 30، صفحہ:285-286 ماخوذًا۔

[2]... مسلم ، کتاب الحج، باب بیان ان السنۃ یوم النحر…الخ، صفحہ:485 ، حدیث :1305 بتغیر قلیل۔