Book Name:Hajj e Wida Ke Iman Afroz Waqiaat
حاجي عبد الرحمان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم شامل وو کوم چې د مختصرې بيمارئ نه پس په 14 ذوالحجة الحرام کال 1370ھ کښې د دې فاني دنيا نه رخصت شو. اِنَّا لِلّٰہِ واِنّا اِلَیْہِ رَاجِعُوْن
حاجي عبد الرحمان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره خوش قسمته وو چې هغوئي د حج د سفر په دوران کښې د دې دنيا نه رخصت شولو. ([1]) د سفرِ حج په وخت د وفات کيدونکي په باره کښې رحمتِ عالم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې د حج د پاره اووتو او مړ شو، تر قيامته پورې به د هغه د پاره د حج ثواب ليکلے کيږي او څوک چې د عمرے د پاره اووتو او مړ شو د هغه د پاره به تر قيامته پورې د عمرے ثواب ليکلے کيږي.
په يو بَل ځائے کښې اِرشاد فرمائي: څوک چې په دې لاره کښې يعنې د حج يا عمرے د پاره اووتو او مړ شو د هغه سره به حساب نه کيږي، هغه ته به وئيلے شي: ته جنت ته داخل شه. ([2])
طیبہ میں مر کے ٹھنڈے چلے جاؤ آنکھیں بند سیدھی سڑک یہ شہر شفاعت نگر کی ہے([3])
د امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د مشرې خور بيان دے چې د بابا جان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات کيدو نه پس ما يو ځل دا ايمان تازه کوونکے خوب اوليدو چې بابا جان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ډير نوراني مخ والا بزرګ سره تشريف راوړلو، زما لاس ئې اونيولو او اوئې وئيل: لورې! تۀ دوئي پيژنې؟ دا زمونږه مدني آقا، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، بيا