Book Name:Hajj e Wida Ke Iman Afroz Waqiaat
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
په سُنَنُ الکُبریٰ کښې د حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، فرمائي چې خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مِنیٰ شريف کښې وو، چې دا سورت نازِل شو:
اِذَا جَآءَ نَصۡرُ اللہ وَ الۡفَتۡحُ ۙ(۱) وَ رَاَیۡتَ النَّاسَ یَدۡخُلُوۡنَ فِیۡ دِیۡنِ اللہ اَفۡوَاجًا ۙ(۲) فَسَبِّحۡ بِحَمۡدِ رَبِّکَ وَ اسۡتَغۡفِرۡہُ ؕ ؔ اِنَّہٗ کَانَ تَوَّابًا (۳)
(پارہ: 30، النصر: 1-3)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالعِرفان : چې کله به د اللہ مدد او فتح راشي (۱) او ته به خلق وِينې چې د اللہ په دين کښې ډلې ډلې داخليږي(۲) نو د خپل رب په تعريف کولو د هغه پاکي بيان کړه او د هغه نه بخښنه اوغواړه، بيشکه هغه ډير توبه قبلوونکے دے(۳)
د دې سُورت د نازليدو سره خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته پته اولګيده چې د دُنيا نه د رُخصتيدو وخت رانزدې شوے دے، نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپلې اوښې قَصواء راوستو حکم اوکړو، اُوښه حاضره کړے شوه، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هغې تشريف فرما شولو او خلقو ته ئې خطبه ارشاد کړه. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې روايت نه معلومه شوه چې سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عِلمِ غيب ورکړے شوے وو. اوګورئ! هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ربيعُ الاَوَّل شريف کښې وفات شول او حَجَّةُ الوِدَاع په ذُوالحج کښې شوې