Book Name:Hajj e Wida Ke Iman Afroz Waqiaat
اے عاشقانِ رَسُول! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اوس چې کومې ورځې دي، دا ډيرې مبارکې ورځې دي، د دې ورځو نور برکتونه په خپل ځائے اهم دي خو يوه ډيره اهمه خبره د دې ورځو دا ده چې دا ورځې د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ياد تازه کوونکې ورځې دي. دا ورځې مونږ ته * د الله پاک خليل حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام رايادوي * حضرت اسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام رايادوي * د هغوئي خوږه مور حضرت هاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها رايادوي * دې پاکو هستيانو څنګه د الله پاک فرمانبرداري کړې وه * د الله پاک د رضا په خاطر ئې څنګه څنګه قربانئ وړاندې کړې وې * څومره څومره مشقتونه ئې اوچت کړي وو خو د الله پاک په اطاعت او د هغه په فرمانبردارئ کښې ئې لږه شان کوتاهي هم نه وه کړې، * دغسې دا مبارکې ورځې مونږ ته د هغوئي هٰغه قربانئ رايادوي.
د دې سره سره د دې مبارکو ورځو يو بَل ډير ښکلے، ايمان تازه کوونکے او د عشق نه ډک يادګار دے او هغه دے حَجَّةُ الوِدَاع (يعنې زمونږه د آقا و مولٰی، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خپل ظاهري ژوند مبارک کښې آخري حج مبارک په کوم کښې چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل اُمت ته په اجتماعي طور آخري نصيحتونه کړې وو او اَلوِداع ئې فرمائيلې وه).
آقا کريم څومره حجونه ادا کړی وو؟
علمائے کرام فرمائي: د هجرت نه مخکښې چې کله خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مکه مکرمه کښې وو، هغه وخت به ئې هر کال حج کولو. ([1]) د