Book Name:Hajj e Wida Ke Iman Afroz Waqiaat
وه، يعنې د خپل وفات شريف نه تقريباً 3 مياشتې مخکښې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته معلومه شوې وه چې د رَبِّ کريم په بارګاه کښې د حاضرئ وخت رانزدې شوے دے. دا خو د دې حديث شريف خبره ده، ګنې په قرآني آيتونو او نورو ډيرو حديثونو کښې واضحه بيان دے چې د الله پاک آخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د مَاکَانَ وَ مَایَکُوْنُ (يعنې د اوَلې ورځې نه تر قيامته پورې چې څه شوې دي او څه به کيږي د ټولو) عِلم ورکړے شوے دے.
په سيپاره 27، سُورۃُ الرَّحمٰن، آيت 3 او 4 کښې ارشاد کيږي:
خَلَقَ الۡاِنۡسَانَ ۙ(۳) عَلَّمَہُ الۡبَیَانَ (۴)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالاِ يمان : د انسانيت ځان مُحَمَّد ئې پيدا کړو، د مَاکَانَ وَمَا يَکُون بيان ئې ورزدہ کړو.
تقريباً 924 کاله مخکښې تير شوے بزرګ، مشهور مفسر او محدث مُحيُ السُّنَّه (يعنې سُنت ژوندے کوونکے) علّامه حسين بن مسعود بَغوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه (سنِ وفات: 516 هجري) د دې آيت لاندې فرمائي: دلته د اَلۡاِنۡسَانَ نه د انسانيت ځان يعنې محبوبِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مراد دے او د اَلۡبَیَانَ نه د مَا کَانَ وَمَا یَکُوْن بيان مُراد دے ځکه چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د تيرو شوو او راروانو [کارونو] او د قيامت د ورځې خبرونه ورکول. ([1])
د خطبۀ حَجَّةُ الوِدَاع نه يو نصيحت
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د حَجَّةُ الوِدَاع په موقع باندې خوږ آقا، مکي مدني