Book Name:Hajj e Wida Ke Iman Afroz Waqiaat
مونږه ګنهګارانو باندې دا څومره عنايت دے...!! هغوئي دُنيا ته تشريف راوړلو، بيا هم د اُمت فِکر، د دُنيا نه چې ئې ظاهري پرده اوفرمائيله، بيا هم د اُمت فکر، په شبِ معراج ئې عرش ته تشريف يوړو، د الله پاک بارګاه ته اورسيدو، بيا هم د اُمت فِکر، د دې نه علاوه به ئې هم د شپې سر په سجده کيښودے وو او زمونږه ګنهګارانو د بخښنې د پاره به ئې اوښکې توئيولې، غرض: دا د آقا کريم، رَؤف رحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمت سره کمال محبت دے چې چرته هم وي، د خپلو ګنهګارانو اُمتيانو د بخښنې په فِکر کښې اوسي. اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره ښکلې خبره کړې ده:
دُنیا، مَزار، حَشَر، جہاں ہیں غَفُور ہیں
ہر منزِل اپنے چاند کی منزِل غَفَر کی ہے([1])
وضاحت: د آسمان د سپوږمئ مختلف منزلونه دي، په دې کښې د يو منزل نوم غَفَر دے. کله چې سپوږمئ په غَفَر کښې وي، هغه وخت ډير مبارک ګڼلے شي، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دې طرفته اشاره کوي او فرمائي چې دا سپوږمئ کومه چې په آسمان کښې راخيژي، دا خو کله نا کله په منزلِ غَفَر کښې وي خو د مدينے د مياشتې يعنې د سلطانِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خبره جُدا ده، دا هغه مبارکه سپوږمئ ده، د کومې هر منزل چې منزلِ غَفَر دے، که په دنيا کښې وي بيا هم غَفُور (يعنې د بخښې دعا کوونکے) دے، که په مزار کښې تشريف فرما وي نو بيا هم غفور دے او په آخرت کښې به چې کله ميدانِ محشر ته تشريف راوړي نو بيا به هم د شفاعت په ذريعه د اللہ پاک په عطا سره خپل غلامان جنت ته رسوي.