Book Name:Hajj e Wida Ke Iman Afroz Waqiaat
اللہ! دِیدِ گنبدِ خضرا نصیب ہو یارَبّ! رسولِ پاک کا جلوہ نصیب ہو([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په 10 هجرئ، د ذيقعدۃُ الحرام 25 تاريخ، د خيالي ورځ وه، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ماسپښين لـمونځ په مسجدِ نبوي شريف کښې ادا کړو، په سفر باندې روانيدو د پاره ئې تازه غسل اوکړو، د سفر تياري اوشوه او په داسې شان سره د حج ادا کولو د پاره روان شولو چې حضرت جابر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: مخکښې وروستو، ښي، ګڅ، چي کوم طرف ته به دې کتل، هر خوا به خلق ښکاريدل.
د مدينۀ پاک نه په څه فاصله باندې ذُو الحُليفَه نومې يو ځائے راځي، دا د مدينے والؤ مِيقات دے (يعنې د حج يا عمرے اراده لرونکي د دې ځائے نه احرام تړي). دې ځائے ته رسيدو سره د قافلے د اودرولو حکم اوشو، ولې چې سفر شروع شوے وو، ځکه د مازديګر لـمونځ د قصر کولو سره (يعنې دوه رکعته) ادا کړے شو، دا شپه رسولِ رحمت، شفيعِ اُمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم په دغه ځائے کښې تيره کړه، په بَله ورځ د ماسپښين نه مخکښې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تازه غسل اوکړو او اِحرام ئې اوتړلو، د ماسپښين لـمونځ ئې هم دغلته ادا کړو او په خپله مبارکه اوښه قَصواء باندې تشريف فرما شولو. د روايتونو مطابق هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د احرام تړلو نه پس دوه رکعته لـمونځ ادا کړو، د دې نه پس ئې تَلبِيَه (يعنې لَبَّیْک اَللّٰہُمَّ لَبَّیْک ) اولوستله، بيا چې کله په اوښه باندې تشريف فرما شولو نو بيا ئې تَلبِيَه اولوستله، بيا ئې نزدې بَيدَاء نومې غر ته تشريف راوړلو او په اوچت آواز ئې اولوستل: