Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

ورځې پس بيا هغه بيماري اوشوه، حضرت موسٰی کلیمُ اللہ عَلَیْهِ السَّلَام بيا هغه بوټے استعمال کړو خو درد نُور هم زيات شو! د الله پاک په دربار کښې ئې عرض اوکړو: يَا اَلله! دا څه راز دے؟ دوائي يوه او اثر پکښې دوه قِسمه دے، په وړومبي ځل دې شِفا راکړه او په بل ځل ئې بيماري زياته کړه...؟؟ ارشاد اوشو: اے موسٰی! په وړومبي ځل ته زما د طرف نه د بوټي خوا له تلے وے او دا ځل د خپل طرف نه. اے موسٰی! شِفا خو زما په نوم کښې ده، زما د نوم نه بغير د دُنيا هر څيز زهرِ قاتِل دے او زما نوم د دې علاج دے.[1]  

معلومه شوه چې بروسه په دوائې باندې نه په الله پاک باندې ساتل پکار ده. که چرې الله پاک اوغواړي نو په دوائې به شِفا ميلاؤ شي که چرې هغه اُونه غواړي نو هم دغه دوائي به د بيمارئ زياتيدو وجه جوړه شي او عامه مشاهده ده چې د يوې دوائې سره يو بيمار ښه شي او هغه دوائي چې کله بل مريض اوخوري نو په هغه باندې منفي اثر کوي او په نورو مرضونو کښې اخته يا معذوره شي يا مړ شي. ځکه چې کله هم دوائي خورئ نو بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم لولئ يا بسْمِ اللّٰہِ شَافِـیْ بسْمِ اللّٰہِ کَافِـیْ اولولئ.

د تبې علاج

      منقول دي، د يو کَس تبه شوه، د هغه استاذِ محترم حضرت شيخ فقيه ولي عمر بن سعيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه د  تپوس د پاره تشريف يوړلو، چې هلته


 

 



[1]... تفسیرِ نعیمی،پارہ :1،سورۂ فاتحہ،جلد:1 ،صفحہ:55 بتغیر قلیل.