Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

اوفرمائيل: د الله پاک پيغام مې راوړے دے. کله چې هغوئي [يعني بشر] رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  ته دا خبره اوکړے شوه نو ډير خوشحاله شو او ښپې ابله ښپې ئې بهر تشريف راوړلو، د حق پيغام اوريدلو سره ئې په رښتيني زړه توبه کړه او هغه اوچتې مرتبې ته اورسيدلو چې د مُشاهَدَۀ حق د غَلَبے د زياتوالي نه به ښپې ابله ښپې اوسيدلو. دغه شان هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حافي (يعني ښپي ابله ښپو والا) په لقب سره مشهور شو.[1]

د بِسمِ الله د لوستونکي بخښنه اوشوه

      د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت عَلِـيُّ المُرتضٰی شيرِ خدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې يو کَس بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم ډيره ښکلې اولوستله، هغه اوبخښلے شو.[2]

نقل دي چې يو ګنهګار د وفات کيدو نه پس چا په خوب کښې اوليدلو او پوښتنه ئې ترې اوکړه، مَا فَعَلَ اللّٰہُ بِکَ؟ يعني الله پاک ستا سره څه مُعامَله اوکړه؟ هغه جواب ورکړو، يو ځل زه د يوې مدرسې په خوا تيريدم او يو لوستونکي بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم اولوستله، د اوريدو سره زما په زړه کښې د الله پاک خوږ خوږ نوم خوږ اثر اوکړو او په هغه وخت کښې ما دا غيبي آواز واوريدو، مونږه به 2 څيزونه نه جمع کوو: (1) د الله پاک د


 

 



[1]... تذکرۃُ الاولیاء،صفحہ:105 ، 106 ملتقطاً.

[2]... شُعُبُ الایمان،جلد:2،صفحہ:546 ،حدیث:2667.