Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

د طعام خوړلو نه مخکښې بِسمِ الله لولئ!

      د خوراک څښاک نه مخکښې  بِسْمِ الله وئيل سُنَّت دي. د حضرت خُذيفه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا مكي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په کوم خوراک چې بِسْمِ الله اونه وئيلے شي هغه خوراک د شيطان د پاره حلال شي. (يعني د  بِسْمِ الله نه وئيلو په صورت کښې شيطان په هغه خوراك کښې شريک كيږي)[1]

 د طعام خوړلو نه مخکښې د  بِسْمِ الله نه وئيلو سره په خوراک کښې برکت نه وي. حضرت اَبو ايُّوب اَنصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې مونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې حاضر وو. خوراک راوړے شو، په شروع کښې مونږه دومره برکت په يو خوراک کښې هم نه وو ليدلے خو په آخره کښې مو پکښې بےبرکتي اوليدله. مونږه عرض اوکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! داسې ولې اوشول؟ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: مونږه ټولو د طعام خوړلو نه مخکښې  بِسْمِ الله وئيلې وه. بيا يو کَس د  بِسْمِ الله وئيلو نه بغير طعام خوړلو ته کښيناستلو، د هغه سره شيطان ډوډئ اوخوړله.[2]

      اُمُّ المُؤمِنِين حضرت عائشه صِدّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي چې نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کله چې څوک ډوډئ خوري نو د الله پاک


 

 



[1]... مسلم ،کتاب الاشربۃ، باب  آداب الطعام و الشراب و احکامہما ،صفحہ:802 ، حدیث:2017 .

[2]... شرح السنہ ،کتاب الاطعمہ ، ،جلد:6، صفحہ: 480، حدیث:2824 .