Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! نقصان نه رَسَوي. ياد ساتئ! حضرت خالِد بن وليد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اوچتے مرتبے صحابـي او ولئ کامِل دے، په هغوئي زهرو اثر اونکړو، دا د هغوئي کرامت او د اعلٰـى درجے تَوَکُّل دے، زمونږ د پاره داسې کوشش کول يعني قصداً عمداً ضرر رسوونکے خوراک څښاک جائز نه دے.

د اوداسه نه مخکښې بِسمِ الله لولئ!

      د حضرت ابُوهُريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې سرکارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے ابُو هريره! کله چې ته اودس کوې نو بِسْمِ اللّٰہِ وَالْحَمْدُ لِلّٰہ لوله تر څو پورې چې ته په اودس کښې ئې تر هغې پورې به فرښتې (يعني کِراماً کاتِبِين) ستا د پاره نيکئ ليکي.[1]

په هر يو قدم باندې يوه نيکي

      په تفسيرِ نعيمي کښې دي: کوم کَس چې په يو ځناور د سورلي کولو د پاره د سوريدلو په وخت بِسْمِ اللّٰہِ  اواَلْحَمْدُ لِلّٰہ اولولي نو د هغه ځناور په هر قدم باندې به د هغه سورلي کوونکي په حق کښې يوه نيکي اوليکلے شي.

      دغه شان چې کوم کَس کشتئ ته د ختلو په وخت بِسْمِ اللّٰہِ  اواَلْحَمْدُ لِلّٰہ اولولي، تر څو پورې چې هغه په هغه کشتئ کښې وي د هغه د پاره به نيکئ ليکلے كيږي.[2]


 

 



[1]... معجم صغیر للطبرانی ،صفحہ:168 ،حدیث:196.

[2]... تفسیرِ نعیمی،پارہ:1،سورۂ فاتحہ،جلد:1،صفحہ:55 .