Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

ھ، ص، ض وغیرہ. اِعراب لګول پرې ضروري نه دي، چې اوئې ليکئ نو موم جامه (يعني په موم کښې لمده کړے شوې د کپړې په ټوټه کښې ئې راغونډه کړئ) يا ئې پلاسټک کوټنګ کړئ بيا ئې په کپړه، ريګزين يا څرمن کښې تعويذ جوړ کړئ، او په سر ئې اوتړئ څوک چې عمامه شريف په سر کوي نو که هغه اوغواړي نو د عمامې شريف په ټوپئ کښې دې اوګنډي. که چرې پوره يقين ئې وي نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د سر درد به ئې ټيک شي.

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ياد ساتئ! د سرو زرو يا سپينو زرو يا د بل يو دهات په ډبي کښې تعويذ ايښودو سره هغه اچول د نارينه د پاره جائز نه دي. داسې د هر قِسمه دهات زنځير که په هغې کښې تعويذ وي او که نه، د نارينؤ د پاره اچَوَل ناجائزه او ګناه ده. داسې د هر قسمه سرو زرو، سپينو زرو او سټيل وغيره هر قسمه دهات د تختئ يا کَړې په کومه چې څه ليکلي وي که نه وي ليکلي، که په هغې د الله مبارک نوم يا کلمه طيِّبه وغيره ولې نه وي ليکلے شوې د هغې اَچَوَل د نارينؤ د پاره جائز نه دي. زنانه د سرو او سپينو زرو په ډبي کښې تعويذ اَچَوَلے شي.

د پوزې ماتيدو علاج

      که چرې د چا پوزه ماته شي او وينه ترې بهيږي نو هغه دې د شهادت په ګوته په تندې باندې بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم ليکل شروع کړي او د پوزې په آخِره حصه باندې دې ختمه کړي اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! وينه به