Share this link via
Personality Websites!
دې زما ځان قربان وي! ټولې نيکئ ما هم ستاسو نه زده کړې دي. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کله چې ته په څه سخته کښې اونښلې نو داسې لوله: بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم وَلَاحَوْلَ وَلَاقُوَّۃَ اِلَّا بِاللّٰہِ الْعَلِـیِّ الْعَظِیْم بس الله پاک به د دې په برکت سره کومې بلاګانې چې اوغواړي لرې به ئې کړي.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! چې کله هم بيماري، قرضداري، مقدمه بازي، بے روزګاري يا بل يو آفت راشي، څه څيز ورک شي، د چا د خبرې اوريدو سره تاسو ته خفګان در اورسي، څوک مو اووهي، زړه مو خفه شي، تيندک اوخورئ، ګاډے خراب شي، ټريفک جام شي، په کاروبار کښې نقصان اوشي، غلا اوشي الغرض که وړه يا غټه هر قِسمه پريشاني وي د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم وَلَاحَوْلَ وَلَاقُوَّۃَ اِلَّا بِاللّٰہِ الْعَلِـیِّ الْعَظِیْم وئيلو عادت جوړ کړئ! نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دې برکتونه به در نصيب شي.
شِفا خو د الله پاک په نوم کښې ده
حضرت مفتـي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: کوم بيمار چې بِسْمِ اللّٰہِ اووائي او دوائي اوخوري اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! دوائي به ورته فائده ورکړي.
يو ځل د حضرت موسٰی کليم الله عَلَیْهِ السَّلَام په خىټه کښې سخت درد شو، د الله پاک په بارګاه کښې ئې عرض اوکړو. ارشاد اوشو: د ځنګل فلانکے بوټے اوخوره! هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام اوخوړلو او سمدستي ښه شو. څو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami