Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

د بِسمِ الله شريف عاشقه

      د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په کتاب فیضانِ سُنّت کښې دي: يو مبلغ په يوه اجتماع کښې د  بِسْمِ الله شريف فضائل بيانول. يوې يهودنړې جينئ د بِسْمِ الله شريف فضيلتونه واوريده نو ډيره زياته مُتَاَثِّره شوه او هغې ايمان راوړو. د هغې په خُله باندې د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم وِرد جاري شو. هر وخت په ناسته، ملاسته، اودريدلو، کښيناستلو، ګرځيدلو کښې به ئې  بِسْمِ الله  وئيله. د جينئ کافران مور و پلار به د هغې نه سخت خفه وو، هغې ته به ئې قِسما قِسم تکليفونه ورکول، تر دې پورې چې د اسلام د دُښمنئ په سبب په دې کوشش کښې وو چې په خپله لور باندې څه اِلزام اولګوي او مَعاذ الله! هغه مړه کړي.

د جينئ پلار د وخت د بادشاه وزير وو، يوه ورځ هغه شاهي مُهر والا ګوتئ [يعني ګوتمه] لور ته د ايښودلو د پاره ورکړه، جينئ د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم وئيلو سره ګوتئ واخسته او د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم وئيلو سره ئې په جيب کښې کيښوده. د شپې چې کله هغه اوده شوه نو د هغې پلار د هغې د جيب نه ګوتئ راويستله او درياب ته ئې غوزار كړه. يو مهي (کب) هغه ګوتئ  تيره کړه. سحر چې يو ښکاري جال ورغوزار كړو نو اتفاقًا هغه