Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

چې په ذِهن کښې خيال راشي چې زه خو بِسْمِ الله نه وايم، نو بيا هم زما کارونه پوره کيږي.

      په جواب کښې عرض دے چې د کار په ظاهري طور پوره کيدل بيله خبره ده او په هغې کښې برکت نه راتلل بيله خبره ده، د مثال طور چا بغير د بِسْمِ الله وئيلو نه ډوډئ اوخوړله، په ظاهره خو به خوراک د حلق نه تير شي خو که چرې په دې کښې برکت رانغلو او خوراک پوره طور هضم نه شو او د بدن حِصّه جوړ نه شو نو بيا...؟ نن صبا دا مسئلے زياتې دي، کار ډير کيږي، آمدن ښه ډير وي، خو بيا هم نه پوره کيږي، خوراک کوو خو په بدن هډو لګي نه، ډير خلق ګيلے کوي چې ورځې مې خرابې روانې دي، چې سرو زرو له لاس وروړم نو خاورې شي، طالب علمان شکايت کوي چې محنت ډير کوو خو سبق نه ياديږي وغيره. د دې ټولو مسئلو نورې هم وجهې دي، يوه وجه د بِسْمِ الله شريف نه کار نه شروع کول هم کيدے شي.

د بدفالئ نه ځان ساتئ!

      دلته دا مرض هم عام دے چې خلق خپله غلطي نه مني، نور خلق قصور واره ګرځوي. اوس چې لکه څنګه د صَفَرُ المُظفَّر مبارکه مياشت ده * په دې مياشت کښې چې چا واده اوکړو، ډير ډولونه او ګډاګانې پکښې اوشوې، ټوله شپه سندرې اوغږيدلې، د ګډاګانو محفلونه جوړ شول، شيطان ډير خوشحاله کړے شو، الله دې نکړي که چرې داسې واده د کور ودانولو