Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

(2) ټول ګناهونه مُعاف

حضرتِ سیِّدُنا انَس رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ نه روایت دے چې تاجدارِمدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي كه ولاړ وو نو كښيناستلو نه مخکښې او كه ناست وو نو اودريدلو نه مخکښې به د هغه ګُناهونه مُعاف كړے شي. راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو:

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِ نَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی اٰلِہٖ وَسَلِّمْ

(3) د رَحمت اويا دروازے:

څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي.[1] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو:

 صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

(4) د شپږ لاکه دُرُودشریف ثواب

حضرت اَحْمَد صَاوِی رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل كوي: دا دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندې د شپږو لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي.[2] راځئ چې په شريكه ئې اُووائيو:

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَ اۤ ئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْكِ اللّٰہِ


 

 



[1]… القول البدیع،الباب الثانی، ص۲۷۷

[2]… افضل الصلوات علی سید السادات،الصلاۃ الثانیۃ والخمسون،ص۱۴۹