Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

اوفرمائيل: چا چې د الله پاک د تعظيم د پاره په ښه شکل کښې بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم اوليکله الله پاک به هغه اوبخښي.[1]

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم د ليکلو عظيم ثواب موندلو د پاره کله نا کله په اوداسه کښې په خوش خَطئ کښې په کاغذ وغيره باندې بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم ليکئ، خو د بے ادبئ په ځائے ئې هيڅ کله هم مه ليکئ، په ديوالونو باندې هم آيتونه او مقدّس کلِمات مه ليکئ په مزه مزه د ليکلو ذرّات په زمکه رادوړيږي. يو ځل رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په يو ځائے تيريدلو، هلته په زمکه باندې بِسْمِ اللّٰہِ شريف ليکلے شوې وه، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې دا اوليدل نو اوئې فرمائيل: په داسې ليکونکي دې لعنت وي، بِسْمِ اللّٰہِ د هغې په ځائے ساتئ.[2]

اَزْ خُدَا    خَوَاہَیْم    توفیقِ    ادب                    بے ادب مَحروم گَشْت  از فضلِ ربّ

وضاحت: مونږه د الله پاک نه د اَدب د توفيق طلبګار يو چې بے اَدَبه د الله پاک د فضل نه د محرومه کيدلو سره در په در ذليل و خوار ګرځي.

شرابي وَلِـيُّ الله جوړ شو

      حضرت بِشر حافي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د توبې کولو نه مخکښې ډير غټ شرابي وو. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل د شرابو په نشه کښې ډوب چرته روان وو


 

 



[1]... تاریخ اصبہان ،جلد:2،صفحہ:285 ،رقم:1746.

[2]... تفسیر در منثور ،پارہ:1، سورۂ فاتحہ،جلد:1،صفحہ:29.