Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

په رِزق کښې د برکت بهترينه نُسخه

      حضرت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: کور ته د داخليدو په وخت د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم وئيلو سره ښئ ښپه دروازه کښې ايښودل پکار ده او بيا کور والؤ ته سلام اوکړئ او کور ته ننوځئ. که په کور کښې هيڅ څوک نه وي نو اَلسَّلامُ عَلَیْکَ اَیُّہاَ النَّبِیُّ وَ رَحْمَۃُ اللّٰہِ وَ بَرَکاتُہ اووائې. بعضې بزرګان په دې ليدلے شوي دي چې د ورځې په شروع کښې کور ته د ننوتو په وخت بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم او سورۀ اخلاص (یعني قُلْ ھُوَ اللّٰہُ احد) لولي، د دې سره په کور کښې اِتِّفاق هم وي (يعني جنګ جګړې نه وي) او په رِزق کښې برکت هم وي.[1]

په ماشومانو کښې هم د بِسمِ الله لوستلو عادت جوړ کړئ!

حضرت عيسٰی عَلَیْهِ السَّلَام د يو قبر په خوا تيريدلو نو په هغه قبر والا باندې عذاب وو. څه موده پس چې بيا [د هغه قبر په خوا] تيريدلو نو په هغه قبر کښې هر خوا نُور وو او هلته د الله پاک رحمت راوريدلو. هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام ډير حيرانه شو او د الله پاک په دربار کښې ئې عرض اوکړو: ما ته د دې راز اوښائې؟ ارشاد اوشو: اے عيسٰی (عَلَیْهِ السَّلَام)! دا کَس ډير سخت ګنهګار وو او په عذاب کښې نښتے وو، خو د وفات کيدو په وخت د ده ښځه په اُمّيد سره


 

 



[1]... مِرآۃالمناجِیح،جلد:6،صفحہ:9بتغیر قلیل .