Book Name:Hum Nay Karbala Say Kia Seekha
دولتِ دیدار پائی پاک جانیں بیچ کر کربلا میں خوب ہی چمکی دکانِ اَہْلِ بیت[1]
اے عاشقانِ رَسُول! عيسائي راهِب چې د امام عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سر مبارک ادب اوکړو نو هغه ته د ايمان دولت نصيب شو، بل خوا په ظاهره کلمه ويونکي يزيديان بدبخته لالچيان وو، د هغوئي حِرص، د دُنيا د دولت خواهش دوئي برباد کړه، دغه بدبختو يزيديانو چې د امامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خيمو نه کومې درهمې او دينارونه لوټ کړي وو او کوم ئې چې د راهِب نه اخستې وو، د هغې د تقسيمولو د پاره ئې چې کله د تهيلو خُلے پرانستې نو اوئې کتل چې هغه ټول درهمونه او دينارونه ټِکري (يعني كَودري) جوړ شوي دي، د هغه ټِکرو په يو طرف د سيپارې 13، سُورَۀ اِبْرَاهِيْم دا آيت ليکلے شوے وو:
وَ لَا تَحۡسَبَنَّ اللّٰہَ غَافِلًا عَمَّا یَعۡمَلُ الظّٰلِمُوۡنَ ۬ 0 (پارہ:13،سورۂ ابراهیم:42)
(مفهوم)ترجمۂ کَنْز العِرْفان: او (اے اوريدونکيه!) هيڅ کله الله د هغه کارونو نه بے خبره مه ګنړه کوم چې ظالمَان کوي.
او په بل طرف د سيپاره 19، سُوَرَۀ شُعَرَاء دا آيت مبارک ليکلے شوے وو:[2]