Book Name:Hum Nay Karbala Say Kia Seekha
يزيد د دې بد کردار نه نفرت اوکړو، مونږه پخپله هم په سُنَّتو عمل اوکړو او نورو ته هم د سُنّت ترغيب ورکړو.
د سُنّت په فضيلت باندې 3 احاديث
(1) تاجدارِ رِسالت، شَهَنشَاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِی فَقَدْ اَحَبَّنِی وَمَنْ اَحَبَّنِی كَانَ مَعِیَ فِی الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جَنَّت کښې زما سره وي.[1]
(2) يوه ورځ خوږ آقا، مكي مَدَنې مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 3 ځله اوفرمائيل: زما په نائب دې د الله پاک رحمت وي. عرض اوکړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوک دے؟ اوئې فرمائيل زما د سُنّت سره محبت کوونکے او نورو ته ښودونکے.[2]
(3) رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: مَنْ تَمَسَّكَ بِالسُّنَّةِ دَخَلَ الْجَنَّةَ يعني چا چې زما سُنّت په مضبوطيا سره اونيولو هغه به جنّت ته ځي.[3]
پڑوسی خُلد میں عطّارؔ کو اپنا بنا لینا جہاں ہیں اتنے اِحساں اور اِحساں یارسولَ اللہ