Book Name:Hum Nay Karbala Say Kia Seekha
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
عيادت (يعني د بيمارتپوس كول) سُنَّتِ مصطفٰـى دے
د رسولُ اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامین: (1) څوک چې د مريض تپوس کوي هغه د جنّت په باغ کښې کښيني، کله چې هغه اودريږي نو 70 زره فرښتې د شپې پورې د هغه د پاره دُعا کوي.[1] (2) څوک چې د ثواب په طمع د خپل مسلمان ورور تپوس اوکړي، هغه به د دوزخ نه د 70 کالو په فاصِله لرې کړے شي.[2]
اے عاشقانِ رَسُول! د مريض تپوس کول سُنَّتِ مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بلکه سُنَّتِ انبياء دے * د خوږ نبـي رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادت مبارک وو چې د کوم يو صحابي (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ) د بيمارئ خبر به ورته ميلاؤ شو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغه د تپوس د پاره تشريف وړلو * که چرې يو کَس به 3 ورځې جُمات ته رانغلو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغه په باره کښې د خلقو نه پوښتنه کوله، که چرې هغه به بيمار وو نو د هغه تپوس له به تللو[3] * او که چرې د تپوس کولو د پاره به د مدينے منورې آخري سر ته هم تلل وو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به