Book Name:Hum Nay Karbala Say Kia Seekha

پخپله د يزيد بد کردار څنګه په ښكاره کړو. صدرُ الافاضِل، مفتي نعيمُ الدِّين مراد آبادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: چې کله د امام عالي مقام، امامِ حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مخے ته د يزيد بدبخته بيعت وړاندې کړے شو نو هغوئي اوفرمائيل: لِاَنّہٗ کَانَ فَاسِقًا، مُدْمِنَ الْخَمَرِ ظَالِماً يزيد فاسِق (يعني ښكاره غټ ګناهونه کوونکے)، د شرابو عادت لرونکے او ظالِم دے (زه د هغه بيعت څنګه کولے شم).[1]

د امامِ حسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خطبه

     چې کله امامِ حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د کربلا ميدان طرف ته تشريف وړلو، په لاره کښې يو مقام باندې هغوئي د يزيد د لښکر مخے ته خطبه ورکړه اوئې فرمائيل: اے خلقو رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: بيشکه چې څوک داسې حکمران اوويني، څوک چې ظُلم کوي، د الله پاک حرام کړے شوي څيزونه حلال ګرځوي، د الله پاک سره کړے لوظ ماتوي، د سُنَّت مخالَفَت کوي، په خلقو کښې د ګناهونو او ظلم و زياتئ رواج جوړوي، ليدونکے که چرې داسې ظالِم د غلطو کارونو نه په  لاس منع نکړي، نو په ژبه دې منع کړي، (كه چرې ليدونكے دا كار اونكړي او ظالِم په ظُلم كولو ويني او هيڅ غږ نه كوي نو) په الله پاک باندې حق دے


 

 



[1]...سوانح کربلا، صفحہ:114۔