Book Name:Hum Nay Karbala Say Kia Seekha

عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ايصالِ ثواب هم اهتمام اوکړئ. شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه فرمائي: سوداګر (دُكاندار) دې د خپلې هرې ورځې د خرڅ نه يو فيصد او تنخوا دار دې د خپلې تنخوا د رقم نه کم از کم 2 فيصده اوباسي او هره مياشت دې د يولسم شريف نياز کوي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغه په رزق کښې به بَرکَت راځي. (که چرې په کور کښې په نياز کولو کښې رُكاوټ وي نو په بل څه نيک کار کښې هغه رقم اولګوئ).

12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدني قافله

      اے عاشقانِ رَسُول! د پوخ رښتيني حُسيني جوړيدو د پاره، د امامِ حسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سيرتِ پاک د فيضان حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني  تحريک دعوتِ اسلامي سره وابسته شئ. د دې سره د دعوتِ اسلامي په 12 ديني کارونو کښې هم پوره حِصَّه واخلئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د امامِ حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فيضان به درنصيب شي او د دين او دُنيا ډير خير به په لاس در شي. د دعوتِ اسلامي په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدني قافله دے.

            اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د امامِ حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او د کربلا د نورو شهيدانو د ايصالِ ثواب د پاره او د کربلا په اصلي مقصد د عمل کولو يعني د بدو نه منع کولو او د نيکئ دعوت عام کولو د پاره په زرګونو عاشقانِ رسول په 8، 9، 10 يا