Book Name:Hum Nay Karbala Say Kia Seekha

نصراني راهب (يعني عيسائي عبادت کوونکي) ګرجا راغله، هغه راهب چې سرِ انور اوليدو نو د هغې په باره کښې ئې د خلقو نه پوښتنه اوکړه، خلقو ورته اووئيل چې دا د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نمسي، حضرت امامِ حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سر مبارک دے، دې اوريدو سره راهِب ډير خفه شو او د پليدو يزيديانو خوا له لاړو او اوئې وئيل: تاسو غلط خلق ئې! آيا تاسو په دې خبره راضي کيدے شئ چې لس زره اشرفئ واخلئ او د يوے شپے د پاره دا سر مبارک ما له راکړئ؟ يزيديان خو د مال اوږي وو، فوراً راضي شو. راهِب اګرچه غير مسلمه وو، البته هغه د سرِ مبارک ئې پوره ادب اوکړو، هغه له ئې غسل ورکړو، خوشبو ئې پرې اولګوله او ټوله شپه ئې په غيږه کښې کيښودو او ورته ئې کتل، هغه د سرِ انور نه يو نُور آسمان طرف ته اوچتيدونکے اوليدلو، د سر مبارک د دې کرامت ليدلو سره د راهِب زړه نرم شو، د سرِ انور نه ووتونکي نُور د راهِب سينه روښانه کړه، هغه دا شپه په ژړا تيره کړه او سحر ئې کلمه اووئيله مسلمان شو، هغه نيک بخته راهِب چا چې اوس کلمه اووئيله او د حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د نيکه مبارک، رحمتِ کونين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلام جوړ شو، هغه خپله ګِرجا او ټول سامان پريښودو او باقي ټول ژوند ئې د اهلِ بيتو په خِدمت کښې تير کړو.[1]


 

 



[1]...الصواعق المحرقۃ، الباب الحادی عشر، فی فضائل  اہل البیت، صفحہ:246۔