Book Name:Hum Nay Karbala Say Kia Seekha

      علامه صاوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې په هر ظُلم کوونکي لازم دي چې د خپل ظُلم نه توبه کړي او ظُلم کول پريږدي، د چا حق ئې خوړلے وي هغه دې هغه ته بيرته ورکړي چې هغوئي په هغه عظيم وعيد کښې داخل نه شي ځکه چې دا آيت د تيرو اُمّتونو (يعني تير شوي قومونو) سره خاص نه دے بلکه دا هر ظالِم ته عام دے.[1]

الله پاک دې مونږ ته د مسلمانانو سره د ښه سلوک كولو او په هغوئي د هر قسمه ظُلم او زياتي نه د بچ کيدو توفيق راکړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

د شيطان پيروي كول د يزيد كار دے

دغه شان امامِ حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: يزيد د رحمٰن اطاعت پريږدي، او د شيطان تابعداري كوي.

الله! الله! دا خو ډير غټ امتحان دے * لمُونځ کول د رحمٰن اطاعت دے، نه ادا كول د شيطان تابعداري ده، په مونږ کښې څومره خلق پاخه لمُونځ ګزاره دي؟ * نيکي کول د رحمٰن اطاعت دے، په ګناهونو کښې اخته كيدل د شيطان اطاعت دے، په مونږ کښې څومره خلق د ګناهونو نه ځان بچ ساتي؟ د رَمَضانُ المُبارک روژې نيول د رحمٰن اطاعت دے،


 

 



[1]...تفسیر صاوی، پارہ:12، سورۂ هود، تحت الآیۃ:102، جلد:3، صفحہ:931۔