Book Name:Hum Nay Karbala Say Kia Seekha

چې دغه (ليدونکے) د هغه (ظالِم) سره اوساتي. خلقو! واورئ...!! بيشکه دې يزيديانو د شيطان اطاعت په ځان لازم کړو، د رحمٰن اطاعت ئې پريښودو، په خلقو کښې ئې فساد خور کړو، د الله پاک حدونه ئې مات کړه، د الله پاک حرام کړے شوي څيزونه ئې حلال او حلال کړے شوي څيزونه ئې حرام اوګرځول او زه د دې خبرې زيات حق لرم[1] چې د داسې ظالم مخے ته  کَلِمَۀ حَق اوچته کړم.

     اے عاشقانِ رَسُول! امام حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د يزيد پليد 7 بد عادتونه بيان کړل: (1) يزيد فاسِق دے (2) يزيد شرابي دے (3) يزيد ظالِم دے (4) يزيد د رحمٰن اطاعت پريښودو او د شيطان پيروي كوي (5) يزيد فساد خوروي (6) يزيد د  الله پاک حدونه ماتوي (1) يزيد د الله پاک حلال کړے شوي څيزونه حرام او حرام کړے شوي څيزونه حلال ګرځوي.

د ګناهونو نحوست!

اوس که مونږه په خپل کردار غور اوکړو! يزيد فاسق وو، فاسق هغه ته وائي: څوک چې ښکاره ګناه کوي. دلته څومره داسې خلق دي کوم چې د ښکاره ګناهونو کولو نه ځان ساتي؟ ګيره خَرَوَل يا د يو موټي نه کمه ساتل حرام دي، څومره خلق دي کوم چې ګيرې خَرَوي او د يو موټي نه ئې


 

 



[1]...تاریخ طبری، جلد:3، صفحہ:306خلاصۃً۔