Book Name:Hum Nay Karbala Say Kia Seekha
ته نقصان رسوي.[1]
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: حُبُّ الدُّنْیَا رَاْسُ کُلِّ خَطِیْئَۃٍ د دُنيا محبت د هرې بدئ جرړه ده.[2] د يزيد پليد زړه د ناپائيدارې دُنيا د محبت نه ډک وو، ځکه هغه د مشهورتيا او اقتدار په شوق کښې اونښتو او دغه شوق هغه د خپل انجام نه غافله کړو او د امامِ عالي مقام او د هغوئي د ملګرو وينې ناحقه توئيولو ته ئې اُورسولو. د کوم اقتدار د پاره چې هغه په کربلا کښې ظُلم او زياتے اوکړو، هغه اقتدار د هغه د پاره څه وفادار ثابت نه شو، بدنصيبه يزيد صرف درې کاله او شپږ مياشتې د حکومت په تخت د خباثت خورولو سره په 64 هجرئ کښې د 39 کالو په عمر کښې په عبرناک مرګ مړ شو.[3]
وہ تخت ہے کس قبر میں، وہ تاج کہاں ہے؟ اے خاک! بتا! زور ِ یزید آج کہاں ہے؟
اے عاشقانِ رَسُول! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! مونږه حُسيني يو، مونږه د امامِ عالي مقام امامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د محبت ساه ګانې اخلو، امامِ عالي مقام د دُنيا د پاره دين پرې نښودو بلکه د دينِ حق د حفاظت د پاره ئې د 72 تنونو قرباني