Musalman Ki Izzat Kijiye

Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye

وَ لِلّٰهِ الْعِزَّةُ وَ لِرَسُوْلِهٖ وَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ  (پارہ:28،سورۂ منٰفقون:8)

[مفهوم] ترجمۀ کَنْز الايمان: او عِزَّت خو د الله او د هغه د رسول او د مسلمانانو د پاره دے.

      په دې آيتِ كريمه كښې ئې صفا صفا اوفرمائيل چې عِزَّت د الله رَبُّ الْعِزَّت دے، د هغه په عطا سره د هغه محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عِزَّتونو والا دے او د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بركت د هغوئي هر يو غلام عِزَّت والا دے. په تفسير صراطُ الجنان كښې دي: د دې آيت نه څلور مسئلے معلومې شوے: (1) هر مُومِن عِزَّت والا دے، يو مسلمان قوم ذليل ګنړل يا هغه ته رذيل وئيل حرام دي (2) د مومِن عِزَّت د اِيمان او د نيكو عملونو سره دے، په روپـو پيسو سره نه دے (3) د مومِن عِزَّت دائمي دے، ختميدونكے نه دے، په دې وجه د مُومِن د مړي او د قبر هم عِزَّت كيږي (4) څوك چې مُومِن ذليله ګنړي، هغه د الله پاك په نِزد ذليله دے، بنده كه غريب يا مسكين وي خو چې مسلمان وي نو عِزَّت والا دے، كه يو كس هر څومره مالداره وي خو چې كافر وي نو عِزَّت والا نه دے بلكه د ځناورو نه هم بدتر دے.[1]


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:28، سورۂ منٰفقون، تحت الآیۃ:8، جلد:10، صفحہ:169۔