Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye
(5) د چا عيب مه لټوئ....!
د اجتماعي ژوند د آدابو پينځم ادب دا دے:
وَّ لَا تَجَسَّسُوْا (پارہ:26،سورۂ حجرات:12)
[مفهوم] ترجمۀ کَنْز العرفان: او (د پټو خبرو) لټون مه كوئ.
د خلقو د پټو خبرو او عيبونو نه ځان خبرولو كوشش كولو ته تَجَسُّس وائي.[1] * د مثال په طور د چا نه تپوس كول: د شپے ناوخته پورې ويخ پاتې كيږې، د سحر لمُونځ كوے او كه نه؟ * چا نوكر نيولے دے، د هغه نه تپوس كول: ستا نوے نوكر کار صحيح كوي او كه نه؟ دا هم بے اجازتِ شرعي تپوس كول عيب لټول دي او د دې سوال په جواب كښې پوره خطره ده چې د چا نه ئې تپوس كړے دے هغه د نوكر په باره كښې دا اووائي چې د كار نه ځان پټوي، حرام خور دے وغيره داسې وينا اوكړي نو ګنهګار به شي * دغه شان بے اجازتِ شرعي د چا عيب معلومولو د پاره په هغه پسے كيدل، د هغه په كور كښې كتل وغيره دا هم په تَجَسُّس كښې داخل دے.