Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye
وروونكے لمَر، هر طرفته د نَفسي نَفسي عالَم، په دې صورت كښې چې څوك جنَّت طرفته را اوبللے شي، د هغه زړه به څومره خوشحاله شي، هغه به په خپل قِسمَت باندې فخر كوي، په څومره اُمِّيد سره به جنَّت طرفته په منډه ځي خو آه ...! څنګه چې جنَّت ته نِزدې شي، دروازه به بنده كړے شي، لږ تَصَوُّر اوكړئ! هغه وخت به څومره پښيمانتيا وي، د اُمِّىدونو ټولے رنړاګانے به يك دَم مړے شي، د خوشحالئ كولو سره به زړه مات شي. آه! دا افسوس او پښيمانتيا به د چا د پاره وي ...؟ دا به د هٰغه بدنصيبه د پاره وي چا چې په دُنيا كښې په نورو پورې ټوقې كولے، د قيامت په ورځ به هغه ته د خپلو بدو كارونو بدله وركړے شي.
بھائیوں کا دل دُکھانا چھوڑ دو اور تمسخر بھی اُڑانا چھوڑ دو
مفهوم: د ورونړو زړونه مه خفه كوئ او مه ور پورې ټوقې كوئ
د ټوقو مسخرو (ملنډو) شرعي حكم
اے عاشِقانِ رسول! که د دُنيا په هر ګوَټ كښې اوسيدونكے مسلمان وي، په مونږه باندې لازم دي چې مونږه هيڅكله په هغه پورې خندا اونكړو. حضرت عَلَّامه عبدُ المُصطفٰى اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د