Musalman Ki Izzat Kijiye

Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye

سور شي، دغه شان كه څوك به په اَس سور راغلو نو (بل کَس) به ورمخكښې شو او د اَس واګے به ئې اونيولې چې سور كس په آرام سره كوز شي. په نن دور كښې به د دې مِثال داسې جوړ شي چې مَثَلاً يو كس په موټر سائيكل راشي، دويم كس ورمخكښې شي او موټر سائيكل اونيسي چې راكړه! زه ئې اودرووم، د دې عمل سره د هغه څه لالچ نه وي چې مَثَلاً مالك دے، سيټھ دے، نګران صاحب دے، زه به د ده عِزَّت اوكړم نو زما به ښه خيال ساتي، نه څه ويره وي چې سيټھ صاحب يا نګران صاحب راغلو، كه ورمخكښې نه شې او موټرسائيكل اونه نيسې نو قهر به شي، يا به ترې خفه شي، داسې څه مُعامَله نه وي، نه لالچ وي، نه ويره وي بلكه خالص د الله پاك د رِضا د پاره د خپل مسلمان ورور عِزَّت كوي نو د دې په بركت به الله پاك دا عِزَّت كوونكے اوبخښې.

      سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! الله پاك دې مونږ ته د نورو د عِزَّت كولو توفيق را نصيب كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

د مسلمان عِزَّت په بل مسلمان باندې حرام دے

      د الله پاك خوږ او آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: کُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَی الْمُسْلِمِ حَرَامٌ دَمُہٗ وَمَالُہٗ وَعِرْضُہٗ يعني د هر مسلمان وينه، مال او عِزَّت په بل مسلمان باندې حرام دے.[1]


 

 



[1]...مسلم، كتاب البر والصلۃ، صفحہ:1386، حدیث:2564۔