Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye
د تَجَسُّس مُتَعَلِّق دوه حکمونه
(1) د مسلمان عيب جوئي كول (يعني د هغه عيبونه لټول) حرام دي (2) که د نوكر ساتلو يا چرته د واده کولو اراده وي نو د ضرورت مطابق معلومات كول ګناه نه ده.[1]
د مسلمانانو د عيبونو لټولو غندنه
په حديثِ پاك كښې دي: خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اے هغه خلقو چا چې په خپله ژبه خو راوړے دے خو ستاسو زړونو ته لا تر اوسه پورې اِيمان داخل نه شو! د مسلمانانو غِيبَت مه كوئ او مه د هغوئي عيبونه لټوئ ځكه چې څوک د خپل مسلمان ورور عيب اولټوي، الله پاك به د هغه عيبونه ښكاره كړي، او الله پاك چې د چا عيبونه ښكاره كړي نو هغه رُسوا كوي اګر چې هغه په خپل كور كښې دننه (پټ ناست) وي.[2]
اے عاشِقانِ رسول! د دې نه معلومه شوه چې د مسلمان غِيبَت كول او د هغه عيبونه لټول د منافِقانو كار دے، دا هم معلومه شوه چې د نورو د عيبونو لټولو انجام ذِلَّت او رُسوائي ده، كوم كس چې د نورو عيبونه لټوي،