Musalman Ki Izzat Kijiye

Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye

ورونړو سره څنګه رَوِيّه ساتل دي، زمونږه مور او پلار وي که خوئيندې ورونړه، ګاونډيان وي که د محلے خلق، د لرې خپل وي که بالكل نا اشنا وي، غرض هر هغه كس څوک چې مسلمان دے، كه د دُنيا په هر يو ګوَټ كښې اوسي، كله چې هم زمونږه د هغه سره ملاقات وي، مونږه به د هغه سره څنګه سلوك كوو؟ په دې تَعَلُّق سره د سورۀ حُجُرات نه د شپږو مدني ګلونو يو ښكلې ګلدسته وړاندې كيږي.

     راځئ! د قرآنِ كريم عطا كړے شوي شپږ مدني ګلونه اورو او د نن نه هغه د خپل كردار حِصَّې جوړولو كوشش كوو! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم!

(1) چا پسې ټوقې (ملنډې) مه کوئ....!!

    الله پاك په 26 سيپاره، سورۀ حُجُرات 11 نمبر آيت كښې ارشاد فرمائي:

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا یَسْخَرْ قَوْمٌ مِّنْ قَوْمٍ عَسٰۤى اَنْ یَّكُوْنُوْا خَیْرًا مِّنْهُمْ وَ لَا نِسَآءٌ مِّنْ نِّسَآءٍ عَسٰۤى اَنْ یَّكُنَّ خَیْرًا مِّنْهُنَّۚ-   (پارہ:26،سورۂ حجرات:11)

[مفهوم] ترجمۀ کَنْز الايمان: اے اِيمان والؤ نه دې نارينه په نارينؤ پورې خاندې نِزدې ده چې هغوئي به  د خنديدونكو نه بهتر وي او نه دې زنانه په زنانؤ پورې [خاندې] لرې نه ده چې هغوئي به د دې خنديدونكو زنانؤ نه بهترې وي.