Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye
اِهانَت او سپك والي د پاره په ژبه يا اشارو يا بلې يوې طريقے سره په مسلمان پورې خندا كول حرام او دوزخ ته بوتلونكے كار دے.[1]
(2) چا له پيغور مه وركوئ...!
د اجتماعي ژوند آدابو دويم مدني ګُل بيانولو سره الله پاك فرمائي:
وَ لَا تَلْمِزُوْۤا اَنْفُسَكُمْ (پارہ:26،سورۂ حجرات:11)
[مفهوم] ترجمۀ کَنْز الايمان: او په خپل مينځ كښې پيغور مه وركوئ.
په تفسير صِراطُ الجِنان كښې دي: يعني په ژبه يا د اشارې په ذريعه په يو بل باندې عيب مه لګوئ، ځكه چې مُومِن د يو ځان په شان دے، كله چې په يو مُومِن باندې عيب اولګولے شي نو لکه چې په خپل ځان باندې عيب اولګولے شي.[2]
آه! اوس په مونږه كښې نورو له د پيغور وركولو وَبا ډير عامه شوې ده * که څوك په سُنَّتو عمل اوكړي * خپله ناسته پاسته* تګ راتګ * اغوستل وغيره د سُنَّتو مطابق كړي نو هغه له پيغورونه وركړے كيږي * غريب له د هغه په غريبئ پيغور وركړے كيږي* كله د چا ذات كمتر