Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye
عيبونه (يعني پيغور وركول، لعنت كول او بے حيا خبرې كول، دا) په رښتينې مسلمان كښې نه وي، خپلو عيبونو ته نه كتل، د نورو مسلمانانو عيبونه لټول، په هر يو لعن طعن كول د اسلامي شان خلاف دي. بعضې خلق څاروو، هوا ته كنځلې كوي، بعضې خلق كنځلې اوَّل كوي، خبرې وروسته كوي، دا ټول دې د دې حديثِ پاك نه عبرت واخلي.[1]
(3) په يو بل بد نومونه مه ږدئ...!
د اجتماعي ژوند آدابو دريم ادب قرآنِ كريم دا بيان كړے دے:
وَ لَا تَنَابَزُوْا بِالْاَلْقَابِؕ- (پارہ:26،سورۂ حجرات:11)
[مفهوم] ترجمۀ کَنْز الايمان: او په يو بل بد نومونه مه ګږدئ.
صَدْرُ الاَفاضِل سید محمد نعیمُ الدِّین مراد آبادی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت لاندې ليكي: (يعني هغه نومونه) كوم چې بد معلوميږي (په هغې نومونو سره مه رابلئ!) لكه چاته ډينګ! خيټو! تور وغيره وئيل او رابلل.[2]
په بدو نومونو سره د رابللو حكم
افسوس! زمونږ په معاشره كښې دا عام دي چې د سړي اصلي نوم ښه