Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye
(6) غيبَت مه كوئ....!
د اجتماعي ژوند د آدابو شپږم ادب دا دے چې د يو مسلمان ورور غيبَت دې اونكړے شي، الله پاك فرمائي:
وَ لَا یَغْتَبْ بَّعْضُكُمْ بَعْضًاؕ- (پارہ:26،سورۂ حجرات:12)
[مفهوم] ترجمۀ کَنْز الايمان: او د يو بل غيبت مه كوئ.
د چا په باره كښې د هغه په غير موجودګئ كښې داسې خبره كول چې كه هغه ئې واوري يا هغه ته اُورسي نو خوښه به ئې نه كړي. دې ته غيبت وائي.[1]
مثلاً يو كس د مجلس نه پاڅيدلو، د هغه په باره كښې داسې وئيل: * دوستانو! هغه لاړو، خلاص شو ترې * نيم هوښيار دے * په خبره خبره به ئې ها ها كولو او خندل به ئې. دغه شان د مُسْتَحَبَّاتو او نوافلو كښې سُستي كوونكي په باره كښې داسې وئيل:* هغه چرته په ژوند كښې د عاشورے روژه نه ده نيولې* هغه به اَوَّابين څه ادا كړي! د هغه نه خو دا تپوس اوكړئ چې نوافِل كله ادا كيږي * هغه د تَبَرُّك په وجه نياز خوري خو د دې د پاره ئې كله هم چنده نه ده وركړې.[2]