Musalman Ki Izzat Kijiye

Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye

ګنړلو سره هغه ته د ذات په وجه پيغور وركړے كيږي (حالانكه يو ذات ذليل يا كمتر نه دے، د عِزَّت معيار پرهيزګاري ده) *  که څوک مزودوري کوي نو هغه له د مزدورئ پيغور ورکولے شي * که څوک ګاډئ لګوي نو هغه له د ګاډئ پيغور *که د چا صرف لونړه وي، ځامن ئې نه وي (حالانكه لونړه د الله پاك رحمت دے، د دې باوُجود) نو هغه له پيغورونه وركړے كيږي.

      که د رشتو وركړه راكړه وي يا الله دې نه کړي که د طلاق وغيره مُعامَله وي، نو بيا خو شيطان ښه لوبول كوي او د ډيرو پيغورونو او طعنو په آفت كښې اخته كول كوي.

د پيغور او طعن په غندنه كښې دوه احاديث

     كاش! مونږه د الله او رسول (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) تعليمات په رښتينې زړه سره قبول كړو....!! (1) د حضرت ابودرداء رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے، د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: ډير لعنت كوونكي، ډير پيغورونه وركوونكي به د آخرت په ورځ نه ګواه وي، نه شفاعت كوونكي.[1]


 

 



[1]...ترمذی، کتاب البر والصلۃ، صفحہ:481، حدیث:1977۔