Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye
ښه ګمان کول (2) مُستَحَب: لكه په نيك مسلمان ښه ګمان کول (3) ممنوع او حرام: لكه په الله پاك بد ګمان کول، دغه شان د مسلمان د پاره بدګماني كول چې دا حرام دي.[1]
د حضرت ابُوهُريره رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې د الله پاك خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: خپل ځان د بدګمانئ نه بچ كړئ چې بدګماني بدترين دروغ دي.[2]
د بد ګمانئ ديني او دُنياوي نُقصانونه
په تفسير صِراطُ الجنان كښې دي: (1) د چا په باره كښې چې مو بدګماني اوكړه، كه د هغه په مخكښې مو د دې اِظهار اوكړو نو د هغه زړه خفه كيدے شي او د شرعي اجازت نه بغير د مسلمان زړه خفه كول حرام دي (2) كه د مسلمان مخے ته مو د هغه مُتَعَلِّق بدګماني ښكاره نه كړه، بلكه د هغه په غير موجودګئ كښې مو ښكاره كړه نو دا غيبَت شو او د مسلمان غيبَت كول هم حرام دي (3) بدګمان كوونكے صرف په خپل